Al-Haj Nasrullah Niazi                                      الحاج نطرالله نیازی

مرحوم الحاج نطرالله نیازی، مشهور په قومندان صاحب، د مرحوم الحاج عبدالرحیم نیازی زوی په سنه ۱۹۴۰ میلادی کال کی د افغانیستان د کندهار په ولایت کی دی دنیا ته سترګی خلاصی کړی او د  ۲۰۱۱میلادی کال د روژی د مبارکی میاشتی پا دولسمه نیټه د سهار د اذان په وخت د دی دنیا څخه سترګی پټی کړی
الحاج نصرالله نیازی خپلی د دینی علوم او تجوید زدکړی د کندهار په ولایت کی او خپل عالی تحصیلات یی د کابل د پولیسو په اکاډمی کی سرته ورسول. ده ورسته خپل مسلکی ماسټری په هندوستان کی د پولیسو په یونیورسټی کی د جنایی په برخه کی تر لاسه کړه. او بیائئ خپل غیر مسلکی ماسټری د کابل د عالی پوهنتون د اقتصادو په پوهنځی کی سر ته ورسول
الحاج نصرالله نیازی چه په وطن مین، او د هیواد رښتین خدمتګار وو تر ۳۰ کالو یی زیاد و خپل وطن او خلکو ته په صداقت د پولیسی مقدسه وظیفه یجرا کړه. د روسانو د اشغال، او په وطن کی نارامی له سببه ده په کال ۱۹۸۹ کی د ګران افغانستان څخه هجرت وکړ او د وطن د غربت جامه ئئ په تن کړه او خپلی مورنی خاوری څخه د ابد د پاره را جلا سو.
د هیواد د لیری والی داغ او د هجرت سختی شپی د ده په ټولو اشعارو کی د ورایه را ښکاریږی. الحاج نصرالله نیازی چه د خپلی زمانی یو تکړه ښاعر، لیکوال، محقق او څیړونکی وه. په پښتو، دری، اوردو او انګلیسی ژبو ښه پوهیدی او بی مثاله تصلت ئی درلودی او خپل ډیر اشعار یئ په پښتو او دری ژبو لیکلی دی
دی د ښه قلم خاوند وه، او ډیر اثارئئ لیکلی دي. یو کتاب د هغو څخه د افغانستان د فرهنګ په نامه چه په ۵۱۰ صفهو کی لیکل سوی دي او دوهم کتاب ئی د ځوانی طبقي او نوی نسل د ښه روزنی د پاره د اسلام د دېن د ارشاداتو سره سم د ژوند لارښوونی کوی
خدای بخښلی الحاج نصرالله نیازی په کال ۱۹۹۵ کی د مقدسی کعبي شریفی د حج د اداء کولو عزم وکړ، او د هغی وجیبی تر سره کولو ورسته ئئ دوه نور کتابونه د اسلام د سپیڅلی دېن په هکله چه یو د عباداتو په نامه او بل ئئ د قرانی علوم په نامه سره په ډیر زیار او دقیق څیرنی باندی لیکلی دي.
مرحوم الحاج نصرالله نیازی چه یو خوږ ژبی، په هیواد مین لیکوال او شاعر وو، شعرونه ئئ ادبی، اخلاقی، اجتماعی، او دینی جنبه لری. دی په خپلو اشعارو کی هم ظرېف او هم لطیف دې، هم پلار او هم معلم دې. د ده دیوان چڼ او د ملنګ کډړی د ده د شعرونو مجمو عی دی. هر څوک چه د ده شعرونه وائئ نو خپل څان د ده په اشعارو کی پیدا کوی چه دا د مرحوم د چیره دستی او شاعری اعجاز دی 

 مرحوم الحاج نصرالله نیازی د ښه کړه وړه، خوش چهره، بشاش او لوړ قد خاوند وو. خنده رویه او خوشحاله طبعه ئئ در لود. نرمه لهجه او خوږ مجلس ئئ د ځوان او مسن سره د هغه په سویه کاوه

 

مرحوم الحاج نصرالله نیازی ۷ با ثمره او نیک عمله اولادونه و جامعی ته پرییښی دی

روح دې همیشه ښاد وې، او جنت فردوس دی ځای وې

 

 

همسره
ماه ګل نیازی
اولادونه
انجیلا نیازی، شکیلا غفاریان، پلوشه فیزی، زرلښته خان، میرویس نیازی، نجیب الله نیازی،          اسدالله نیازی
زومان او ناویانی
هادی بهادوری، نګیالی فیزی، مهرداد غفاریان، حسیب خان، لیلی نیازی، پښتنه نیازی
لمسیان
صدف، ندا، میلاد، بهار، روخسار، اومید، صنم، غزل، دونیا، سبحان، ایمان، آدم، صفا، یوسف

 

 

 

Haji Babi was borne in June of 1940 and left this world in August of 2011. During the 71 years of his life he touched countless peoples hearts with his gentile and caring demeanor.

 

Haji Babi is survived by his

Wife:

Mahgul Niazi

3 Sons:

Mirwais Niazi, Najib Niazi, Assadullah Niazi

4 Daughters:

Angela Bahaduri, Shakillah Ghaffarian, Palwasha Faizi, Zarlashta Khan

3 Son In-laws:

Nazir Faizi, Mehrdad Ghaffarian and Hadi Bahaduri

2 Daughter In-laws:

Lili Niazi and Pashtana Niazi

14 Grand Kids:

Sadaf, Neda, Melad, Omid, Bahaar, Rokhsaar, Sanam, Ghazal, Doonya, Soubhan, Iman, Adam, Safa, Joseph (AKA Lamar)